DiplomacyKabulافغانستانپښتو

بلخ کې د «ډیپلوماټیک ښارګوټي» څه باندې ۲۶۵۷ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه — Pajhwok

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-23 06:46:55🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، په بلخ ولایت په مرکز کې د «ډیپلوماټیک ښارګوټي» څه باندې ۲۶۵۷ جریب ځمکه د اختصاصي محکمې د حکم له مخې امارتي ثابته شوه. د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د شمال زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د بلخ ولایت په مرکز کې د «ډیپلوماټیک» په نوم یوه ښارګوټي څه باندې ۲۶۵۷ جریب ځمکه د اسنادو او مدارکو له ارزونې وروسته امارتي تثبیت کړې ده. سرچینې زیاته کړې ده چې دغه ځمکه د بلخ د مرکز مزارشریف ښار د شادیان دښتې سیمه کې موقعیت لري او د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې مخکې دا موضوع ارزولې وه او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې د یادې ځمکې دوسیه په رسمي توګه د شمال زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه. د خبرپاڼې له مخې، یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې ارزونې او له اړوندو ادارو د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته دغه ټوله ځمکه چې ۲۶۵۷.۶ جریبه کېږي، امارتي ملکیت تثبیت کړې ده. د عدلیې وزارت لیکلي، د هېواد په کچه…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-23 06:46:55

مهالوېش

  1. Pajhwok

    بلخ کې د «ډیپلوماټیک ښارګوټي» څه باندې ۲۶۵۷ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-23 11:15:32

بلخ کې د «ډیپلوماټیک ښارګوټي» څه باندې ۲۶۵۷ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button