DevelopmentEnglishافغانستانبلخ
بلخ کې د یوه سړک د قیرکولو چارې پیل شوې — Bakhtar
Summary: د بلخ ولایت د مزارشریف ښار اړوند په دوهمه ناحیه کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د قیرکولو چارې پیل شوې دي. د مزارشریف ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول مصطفی محمدي باختر اژانس ته ویلي، چې د ښاروالۍ له پراختیایي بودېجې څخه د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د مزارشریف ښار اړوند د بابه قمر سړک د قیرکولو چارې پیل شوې دي.نوموړی زیاته کړه، چې دغه سړک ۴۹۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره سور لري، چې د قیرکولو چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یاد سړک د قیرکولو له چارو خوښي څرګندوي او وایي، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به یې د تګ راتګ په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
Quick facts
Locationبلخ
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-11-08 11:32:29
Timeline
-
Bakhtar
بلخ کې د یوه سړک د قیرکولو چارې پیل شوې