DevelopmentEnglishافغانستانبلخ

بلخ کې د ۱۲ پلونو د جوړولو چارې پیل شوې — Bakhtar

DevelopingDevelopmentبلخ1 SourcesUpdated: 2026-09-13 15:22:50🎙 Listen to radio

Summary: د بلخ ولایت د مزارشریف ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۹.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ پلونو د جوړولو چارې پیل شوې. د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وايي چې دغه پروژه د اوبو د ډنډ کېدو د مخنیوي، د تګ راتګ د وضعیت د ښه والي او د زړو او ویجاړو شویو پلونو د نوي کولو په موخه پلې کېږي.د مزارشریف ښاروالۍ ویاند مصطفی محمدي باختر اژانس ته ویلي چې د دغې پروژې چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې شي او له بشپړېدو سره به د زړو پلونو او په ځینو سیمو کې د اوبو د ډنډ کېدو له امله رامنځته شوې ستونزې راکمې شي.په همدې حال کې، د مزارشریف ښار اوسېدونکو د دغې پروژې د پیل هرکلی کړی او د پلونو جوړولو چارو د چټکتیا غوښتنه یې کړې ده.د یادونې وړ ده، چې د روان کال په ترڅ کې د مزارشریف ښار په بېلابېلو سیمو کې ۳۱ عمراني پروژې پلې کېږي.

Quick facts

Locationبلخ
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-09-13 15:22:50

Timeline

  1. Bakhtar

    بلخ کې د ۱۲ پلونو د جوړولو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-13 10:26:26

بلخ کې د ۱۲ پلونو د جوړولو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button