Summary: د بلخ ولایت د مزارشریف ښار د څلورمې ناحیې اړوند د چغدک په ګذر کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د قیر کولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د مزارشریف ښاروالۍ ویاند مصطفی محمدي باختر اژانس ته ویلي، چې یاد سړک ۸۰۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره سور لري.د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې د سړک قیر کول، د سړک په دواړو غاړو کې د اوبو لښتیو جوړول، د غاړې جدولونو او د سړک خط اچول شامل وو.نوموړي زیاته کړې، چې د پروژې ټولې چارې د مزارشریف ښاروالۍ د تخنیکي نقشې او ډیزاین له مخې او د فني معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره شوې دي.
اطلاعات کوتاه
مکانبلخ
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-09-06 13:47:10
خط زمانی
-
Bakhtar
بلخ کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو پروژه بشپړه شوه
منابع
Afghan sources
BakhtarPS
2026-09-06 09:36:20
بلخ کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو پروژه بشپړه شوه