EnglishHealthKabulافغانستان

بلوچستان کې ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او ۴۲ نور ټپیان شوي — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-28 04:57:05🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې د واده مراسمو د ګډونوالو لېږدوونکي یوه بس چپه کېدو له امله دوه کسان مړه او ۴۲ نور ټپیان شوي دي. د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا پېښه پنجشنبه د «کوهلو – دېره غازي خان» پر لویه لار شوې ده. د راپور له مخې، بس له «راخني» سیمې د کوهلو پر لور روان و او د واده مراسمو ګډونوال یې لېږدول چې د کوهلو ولسوالۍ په «لاسازای» سیمه کې چپه شو. د پولیسو یوه چارواکي ویلي چې بس د ډېرو کسانو لېږدولو له امله چپه شوی او په پېښه کې له ۴۰ ډېر کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. پولیسو او ژغورونکو ټپیان د کوهلو ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدولي، خو یوه ښځه او یو ماشوم د سختو ټپونو له امله په روغتون کې مړه شوي دي. پولیسو ویلي چې د ۲۵ ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د درملنې لپاره د دېره غازي خان روغتون ته لېږدول شوي دي.

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-28 04:57:05

Timeline

  1. Pajhwok

    بلوچستان کې ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او ۴۲ نور ټپیان شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-28 09:25:32

بلوچستان کې ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او ۴۲ نور ټپیان شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button