Kabulافغانستانامنیتدری

بلوچستان کې د پيپلز ګوند د يوه سيمه‌ييز مشر پر کور موټربم برید؛… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-10 09:57:23🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د بلوچستان په خضدار سيمه کې د پاکستان د پیپلز ګوند د یوه سیمه‌ییز مشر شفیق‌الرحمن منګل پر کور موټربم او وسله‌وال برید شوی چې له امله يې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، برید د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته د خضدار بازار د شهزاد ټاون سیمه کې د شفیق منګل پر استوګنځي شوی چې نوموړي ته پکې زیان نه دی رسېدلی. سرچینې ویلي، بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د منګل د کور له دروازې سره جنګولی چې په چاودنه کې یې د کور دروازه، دېوال او د ودانۍ یوه برخه ویجاړ شوي دي. ورځپاڼه کاږي چې له چاودنې وروسته په سیمه کې نښته هم شوې چې نږدې درې ساعته روانه وه؛ په دې نښته کې له درنو وسلو، راکټونو او لاسي بمونو هم کار اخیستل شوی دی. سرچینې د یوې امنیتي سرچینې له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي چې په وژل شوو کې د شفیق منګل ساتونکي او امنیتي کسان هم شامل دي. راپور کې راغلي چې پنځه بریدګر هم د نښتې پر مهال وژل شوي دي. د جهلوان پینل په نوم د یوې سیمه‌ییزې سیاسي ډلې ویاند ندیم‌الرحمن هم پر شفیق منګل د ځانمرګي برید پخلی کړی…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-10 09:57:23

خط زمانی

  1. Pajhwok

    بلوچستان کې د پيپلز ګوند د يوه سيمه‌ييز مشر پر کور موټربم برید؛ ۱۷ کسان وژل شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-10 14:26:31

بلوچستان کې د پيپلز ګوند د يوه سيمه‌ييز مشر پر کور موټربم برید؛ ۱۷ کسان وژل شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button