د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، امریکا له اسراییل لوی متحد نه لري او اسراییل هم له امریکا ستر متحد نه لري. هغه ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو اړیکې ځانګړې دي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه ګډې موخې لري. د ترکیې کمونېست ګوند د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۴مه، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې لاریون د انقرې په «کېزیلآی» میدان کې ترسره شو او د ګوند له سلو ډېر غړي، د یو شمېر مسوولانو په ګډون، د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول. د راپورونو له مخې، لاریونوالو د «قاتل ناټو، زموږ له هېواده ووځه» او «ناټو ته ځای نشته» په څېر شعارونه ورکول او د ناټو د سیاستونو پر ضد یې اعتراض کاوه. د ترکیې پولیسو د لاریون د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه هم کار واخیست. بلخوا، په استانبول کې هم سلګونه کسانو د تقسیم له میدان څخه تر ډولمهباغچې سیمې پورې لاریون وکړ. همداراز د ښار په کادیکوی سیمه کې د کیڼ اړخو ډلو له لوري دوه نورې اعتراضي غونډې هم ترسره شوې، چې د پراخ امنیتي حضور سره سره له نښتې پرته پای ته ورسېدې. د ترکیې د کمونېست ګوند عمومي منشي کمال اوکویان ویلي، معترضان د ناټو پر ضد د اعتراض لپاره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې راټول شوي او اجازه به ورنه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
بنیامین نتنیاهو: امریکا له اسراییل څخه بل ستر متحد نه لري
منابع
Afghan sources
بنیامین نتنیاهو: امریکا له اسراییل څخه بل ستر متحد نه لري