EconomyKabulافغانستاندری

په لومړي ځل؛ کابل کې د لاس مینځلو کابينونو د جوړولو فابريکې پرانيسته… — Bakhtar

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-08 11:32:17🎙 رادیو را بشنوید

Summary: په لومړي ځل، کابل کې د "هما اطهر" په نوم د لاس مينځلو کابینونو د جوړولو تولیدي فابریکې پرانيسته وشوه چې دا د هېواد د صنعتي کېدو په لور مهم ګام بلل کېږي. پر يادې فابریکې له ایران څخه د یوې راستنې شوې هېوادوالې له خوا څه باندې ۱۰۰ زره امريکايي ډالر پانګونه شوې چې اوسمهال په مياشتني ډول له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ د لاس مينځلو عصري کابینونه پکې جوړېږي او ۲۰ تخصصي کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.د باختر اژانس خبريال د خبر له مخې؛ د يادې فابريکې د پرانيست‌غونډې په پيل کې د فابریکې بنسټګرې بي‌بي هما حکاک، د فابریکې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: "زه په ایران کې یوه مهاجره وم؛ اوس خپل هېواد افغانستان ته راغلې یم او غواړم د لاس مینځلو کابینونو فابریکې په جوړولو سره؛ د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې خپله ونډه ترسره کړم."هغې له صنعت‌کارانو او پانګه والو څخه د ملاتړ او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په خاطر؛ د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ له وزارت او همدارنګه د افغانستان له صنایعو او کانونو خونې څخه مننه وکړه.وروسته، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې لومړي مرستیال محمد رفیع عظیمي، د یادې فابریکې د جوړولو هرکلی وکړ او ویې ویل: "له شک پرته د دغه شان تولیدي واحدونو د فعالیت پیل، نه یوازې د هېواد د صنعت‌کارانو او پانګه والو د ارادې او نوښت څرګندونه کوي؛ بلکې د افغانستان د صنعت سکټور د پراختیا او پياوړتیا، د کورنیو تولیداتو د ودې، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د اقتصاد د غوړېدا په لاره کې یو اغېرمن ګام هم دی."د عظیمي په وینا، د یادې فابریکې جوړېدل، نورو هېوادوالو په ځانګړې توګه له هېواده بهر مېشتو افغانانو ته یو مثبت پيغام لري او هغه دا چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره د پام وړ ظرفیتونه لري او هغوی کولای شي افغانستان ته د خپلو پانګو او تجربو په انتقال سره؛ د هېواد د اقتصادي فعالیتونو په غوړېدا او د صنعت د ودې په لاره کې مهم رول ولوبوي.هغه د هېواد په دننه او له هېواده بهر افغانانو څخه وغوښتل چې را دې شي او په افغانستان کې پانګونه وکړي او د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې په لاره کې خپل مسئولیت ترسره کړي.نورو ویناوالو هم په خپلو خبرو کې، افغانستان د بېلابېلو ظرفیتونو لرلو له پلوه یو بډای او امن هېواد وباله او پر پانګه والو او صنعت‌کارانو یې غږ وکړ چې بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.هېره دې نه وي چې یاده فابریکه په پام کې تر راتلونکي یو کال پورې؛ د کابینونو جوړولو په برخه کې د خپلو کارکوونکو شمېر تر ۱۲۰ پورې او خپل تولیدي ظرفیت په میاشت کې له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې ورسوي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-08 11:32:17

خط زمانی

  1. Bakhtar

    په لومړي ځل؛ کابل کې د لاس مینځلو کابينونو د جوړولو فابريکې پرانيسته وشوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-08 11:02:55

په لومړي ځل؛ کابل کې د لاس مینځلو کابينونو د جوړولو فابريکې پرانيسته وشوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button