HealthKabulافغانستانپښتو

د طالبانو حکومت: د هغو خصوصي روغتونونو فعالیت ځنډول کېږي چې معيارونه پوره… — Bbc

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-24 00:15:08🎙 راډیو واورئ

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، هغه روغتونونه چې د خصوصي روغتونونو د ارزونې له مخې یې معیارونه نه دي پوره کړي، لنډ وخت لري چې خپلې نیمګړتیاوې او ستونزې حل کړي. د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي خبرداری ورکړی چې که دغه نیمګړتیاوې لرې نه شي او روغتونونه د ټاکل شویو معیارونو پرتله د ټیټ کیفیت خدمتونه روان وساتي، نو د دغو روغتونونو د فعالیت د درولو په اړه به پرېکړه وشي. نور جلال جلالي همداراز لارښوونه کړې چې د خصوصي روغتونونو د ارزونې او درجه‌بندۍ لپاره به د اعتبار ورکولو بهیر د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځول شي. د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو ریاست اجرائیوي رئیس، سیف‌الله معاویه، یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې په کابل کې له ارزول شویو ۱۱۵ خصوصي روغتونونو یوازې دوو روغتونونو د "اې" یعنې اوله درجه ترلاسه کړې ده. د نوموړي په وینا، ۹ روغتونونو د "بي" یعنی دوهمه درجه او ۳۹ نورو د "سي" یعنې درېیمه درجه ترلاسه کړې ده. د روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو ریاست د موندنو له مخې، ۶۵ نورو روغتونونو په دې ارزونه کې هېڅ درجه نه ده ترلاسه کړې، ځکه هغوی د اعتبار ورکولو لپاره اړین معیارونه نه دي پوره کړي. ښاغلي سیف‌الله معاویه، ویلي وو چې دغه ارزونې د درملنې د خدمتونو د کیفیت…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-11-24 00:15:08

مهالوېش

  1. Bbc

    د طالبانو حکومت: د هغو خصوصي روغتونونو فعالیت ځنډول کېږي چې معيارونه پوره نه کړي – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-11-23 12:13:33

د طالبانو حکومت: د هغو خصوصي روغتونونو فعالیت ځنډول کېږي چې معيارونه پوره نه کړي – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button