شفیع اعظم د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، افغانستان له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ کال پورې د خپلو محصولاتو له نیمايي ډېره برخه پاکستان ته صادروله، خو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته افغانستان د خپلو محصولاتو لپاره نوي نړۍوال بازارونه موندلي دي. هغه زیاته کړې: « د ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ د افغانستان ۶۰ سلنه صادرات یوازې پاکستان ته وو. د لارو بندېدو له امله مرکزي اسیا، روسیې، چین، هند، خلیج او اروپا ته مخه شوه او په سرعت نوي مارکېټونه د تسخیر په حال کې دي». نوموړي ویلي، د سوداګریزو محدودیتونو له امله د صادراتو بازارونه متنوع شوي او ورسره یې له سوداګرو غوښتي، چې د خپلو محصولاتو کیفیت او بسته بندي له نړیوالو معیارونو سره برابر کړي او همداراز یې زیاته یې کړه: «نوي مارکېټونه لوړ معیارات لري او افغان سوداګر اړ شوي چې خپل کیفیت/پکیجنګ اوچت کړي». د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. اوسمهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته پر یادو لارو هر ډول تګراتګ درېدلی دی….
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
بښنې نړیوال سازمان: د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان برید باید د جنګي جرم په توګه وڅېړل شي
منابع
Afghan sources
بښنې نړیوال سازمان: د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان برید باید د جنګي جرم په توګه وڅېړل شي