افغان بایسکلچلوونکې فریبا هاشمي چې له افغانستانه بهر یې د جاپان په ناګویا کې د اسیايي لوبو په سیالیو کې ګډون کړی، وتوانېده چې د دویم مقام په خپلولو د ښځو د سړک بایسکلچلولو په برخه کې د افغانستان لپاره د سپینو زرو مډال وګټي. هغې وکولای شول چې په دوو ساعتونو، ۵۰ دقیقو او ۵ ثانیو کې د پای کرښې ته ورسېږي او د افغانستان لپاره یې د سیالیو د دویم مقام ویاړ ترلاسه کړ. د چین بایسکلچلوونکې لي ګوو لومړی مقام او د سرو زرو مډال وګاټه او د هانګکانګ وینګ يي لیونګ د برونزو مډال خپل کړ. فریبا او یولدوز هاشمي دوې بایسکلچلوونکې خویندې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایټالیا ته تللې دي. فریبا هاشمي د ۲۰۲۴ کال د پاریس په اولمپیک کې هم ګډون کړی و. د فریبا هاشمي د سپینو زرو مډال د افغانستان د ورزشکارانو لپاره په اسیايي لوبو کې لومړنی مډال هم بلل کېږي. ۲۳ کلنې فریبا وویل: "زه اوس خپل احساسات نه شم بیانولای. هیله لرم چې راتلونکی نسل به دلته راشي او پرته له کومې وېرې به د خپل هېواد استازیتوب وکړي." هاشمي، چې د افغانستان د شمالي فاریاب ولایت ده زیاته کړه: "دا د سپینو زرو مډال کولای شي د افغان ښځو ډېره پیاوړتیا او مقاومت وښيي او زه ډېره خوشحاله یم." "زه یوازې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
اسیايي لوبو کې افغانې بایسکل چلونکې د سپینو زرو مډال وګاټه – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
اسیايي لوبو کې افغانې بایسکل چلونکې د سپینو زرو مډال وګاټه – BBC News پښتو