Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي اثارو د ساتنې عمومي ریاست اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري، ولایتي امرینو او کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي، علمي او اداري سمینار نن په کابل کې پيل شو. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په پیل کې د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داؤد آغا هاشمي، د سمینار د ترسره کولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې چې اسلامي امارت د ځوانانو د علمي، فکري او عقیدوي وړتیاوو لوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. هغه زیاته کړې چې ځوانان باید پام وکړي چې د لوېدیځ تر فرهنګي اغېز لاندې رانشي او د اسلامي او افغاني فرهنګ په خپرولو کې لا ډېرې هڅې وکړي. هاشمي د سمينار له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د چارو د لا ښه والي لپاره خپل وړاندیزونه او نظريې شریکې کړي. وروسته، د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رئیس مولوي محمد طاهر احمد، د ياد سمینار جوړېدل د ولایتي چارو د لا ښه والي لپاره مهم او ګټور وبلل او ویې ویل چې ولایتي کارکوونکي په ولایتونو کې د اسلامي امارت استازي دي او باید د اسلامي نظام وړ استازیتوب وکړي. هغه زیاته کړې چې د ځوانانو فکري، عقیدوي او اخلاقي اصلاح د دغه ریاست له مهمو مسئولیتونو څخه ده. دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال وویل: "دغه سمینار د اسلامي او افغاني فرهنګ د دودولو په موخه جوړ شوی دی، ځوانان د ټولنې اساسي برخه جوړوي او د هېواد په ابادۍ کې مهم رول لوبولی شي." د هغه په وینا، د جهاد د تاریخ ثبتول او د شهیدانو د کارنامو یادونه، د راتلونکو نسلونو د پوهاوي لپاره ترسره کېږي، چې راتلونکي نسلونه د خپلو مشرانو له تاریخ سره بلد شي او خپل دښمن وپېژني. د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين هم له ګډونوالو څخه وغوښتل چې له شته محدودو امکاناتو او برابر شوي فرصت څخه سمه ګټه واخلي. همدا رنګه د جهادي نشراتو او کتابتون رئیس مولوي نوراحمد سعید او د کندهار پوهنتون استاد مولوي زینالعابدین آغا؛ د اسلامي او شرعي نظام پر وړاندې د ځوانانو د مسئولیتونو په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د اسلامي او شرعي لیدلوري په ساتنه کې لا ډېرې هڅې وکړي. د یادونې وړ ده، چې د ياد سمینار په لومړۍ ورځ، ګډونوالو ته په ولایتونو کې د فکري سمینارونو د جوړولو، د ځوانانو سالمې روزنې او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د فعالیتونو د تشرېح، ظرفیت لوړونې او د مسلکي زده کړو د پلي کېدو په اړه معلومات وړاندې شول.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د ځوانانو چارو ریاست ولایتي امرینو او کارکوونکو ته درې ورځنی سمینار پيل شو
منابع
Afghan sources
د ځوانانو چارو ریاست ولایتي امرینو او کارکوونکو ته درې ورځنی سمینار پيل شو