هغه په دې اړه وویل: «د افغانستان او ایران ترمنځ د ټرانزیټ او لوجسټیک په برخه کې یوه مهمه موضوع د بندر عباس اود چابهار د بندرونو کارول دي.» بیګدلي زیاته کړه: «ایران او افغانستان په دې برخه کې له یو بل سره نږدې همکاري لري او په دې برخه کې ښه پرمختګونه هم شوي دي.» په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست وویل بیګدلي وویل افغانستان په ایران کې د چابهار بندر اړوندو چارو د تعقیب لپاره خپل استازی معرفي کړی او په دې اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ هم اړیکې نیول شوې دي. هغه وویل چې افغانستان د چابهار بندر په اړه خپل استازی ایران ته معرفي کړی دی. نوموړي زیاته کړه: «د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر اتابک سره اړیکې لرلې او په دې برخه کې ځینې پلانونه هم جوړ شوي دي.» د راپور له مخې، بیګدلي تر دې مخکې هم ټینګار کړی و چې پر ایران د امریکا بندیزونو د ایران او افغانستان پر اقتصادي اړیکو اغېز نه دی کړی او د دواړو هېوادونو سوداګریزې همکارۍ مخ په زیاتېدو دي. هغه ویلي وو چې ټرانزیټي لارې، په ځانګړي ډول د چابهار بندر او د میلک پوله، لا هم فعاله دي او دغه بندیزونه به پر دغو لارو منفي اغېز ونه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
بیګدلي: له افغانستان سره د ایران ټرانزیټي همکارۍ پراخېږي