HealthKabulافغانستاندری

بې‌پولې ډاکټران: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-29 04:47:11🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۵): د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د کډوالو د ستنولو پلان، روغتیايي خدمتونو ته د افغان کډوالو لاسرسی محدود کړی او له دغه هېواده یې غوښتي چې د هغوی جبري ایستل ودروي. د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه پلان پلي کېدو روغتیايي خدمتونو ته د افغان کډوالو لاسرسی سخت اغېزمن کړی؛ ځکه ډېری کسان د نیول کېدو او د اسنادو د څېړلو له وېرې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه ځنډوي او یا په بشپړ ډول ترې ډډه کوي. د یاد سازمان په وینا، دغه وضعیت د هغو روغتیايي ستونزو د رامنځته کېدو لامل شوی چې مخنیوی یې کېدای شي، لکه خوارځواکي او د امیندوارۍ عوارض. سرچینه زیاتوي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د دغه سازمان ګرځنده کلینیکونو د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د کډوالو ماشومانو ترمنځ د شدیدې خوارځواکۍ لوړه کچه ثبت کړې ده. د راپور له مخې، ۷.۶ سلنه ماشومان له شدیدې حادې خوارځواکۍ او ۲۵.۷ سلنه نور له منځنۍ حادې خوارځواکۍ سره مخ وو؛ نږدې ۹۰ سلنه د خوارځواکۍ ناروغان افغان کډوال وو چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو. دغه سازمان زیاته کړې، پاکستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د بې‌اسناده بهرنیانو د ستنولو پلان له پیل راهیسې، تر ۲.۵ میلیونو ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي چې ډېری…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-29 04:47:11

خط زمانی

  1. Pajhwok

    بې‌پولې ډاکټران: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-29 09:08:50

بې‌پولې ډاکټران: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button