Newsافغانستانبدخشانپښتو

تاجکستان او افغانستان بدخشان ولایت ته د لا زیاتې برېښنا د رسولو هوکړه وکړه

روان خبرNewsبدخشان1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-08 03:20:05🎙 راډیو واورئ

د تاجکستان «پامیر انرژي» شرکت او د افغانستان برېښنا شرکت (DABS) په دوشنبې کې د افغانستان د بدخشان ولایت سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسولو د هوکړې په تړاو د تعدیلاتو سند لاسلیک کړ. تاند خبري سایټ لیکلي چې د «پامیر انرژي» په وینا، د هوکړې له مخې به د افغانستان د بدخشان ولایت هغو ولسوالیو ته د تاجکستان د برېښنا رسول دوام ومومي چې اوس مهال د دغه شرکت له شبکو برېښنا ترلاسه کوي او بدخشان ته به د برېښنا صادرات هم پراخ شي. دواړو خواوو هوکړه کړې چې د افغانستان سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسولو د شبکې پراختیا ته هم دوام ورکړي. د دې لپاره «پامیر انرژي» د تاجکستان د بدخشان د کورواک ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د کوزېده ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا سب‌سټېشن جوړ او فعال کړی دی. د افغانستان په شان تاجکستان هم د بدخشان او اشکاشم په نومونو سیمې لري. د دغه شرکت په وینا، نوی سب‌سټېشن به زمینه برابره کړي چې له اړتیا څخه زیاته برېښنا افغانستان ته ولېږدول شي. بل لور ته، د افغانستان برېښنا شرکت چمتووالی ښودلی چې د خپل هېواد په خاوره کې د برېښنا د لېږد لاینونو د غځولو چارې پیل کړي. دواړو خواوو د ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي د غځولو پر امکان هم خبرې کړې دي. ټاکمل شوې ده چې دا مزی د بدخشان ولایت مرکز…

لنډ معلومات

ځایبدخشان
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-10-08 03:20:05

مهالوېش

  1. Parstoday

    تاجکستان او افغانستان بدخشان ولایت ته د لا زیاتې برېښنا د رسولو هوکړه وکړه

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-08 03:11:40

تاجکستان او افغانستان بدخشان ولایت ته د لا زیاتې برېښنا د رسولو هوکړه وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button