تاجکستان له افغانستان سره پر پوله د یوه ګډ سوداګریز بازار جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او اقتصادي همکاري پراخه شي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا وړاندیز په کابل کې د تاجکستان سفیر، سعدي شریفي، د دې خونې له مشر، سید کریم هاشمي سره په کتنه کې مطرح کړی دی. د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دې کتنه کې د دوهاړخیزو اقتصادي او تجارتي اړیکو پر پیاوړتیا، د همکارۍ پر پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو لپاره د نویو فرصتونو پر برابرولو خبرې کړې دي. سعدي شریفي ویلي چې د تاجکستان مشرتابه له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراختیا او د ګډو سوداګریزو فعالیتونو لپاره د فرصتونو رامنځته کولو ته لېوالتیا لري. هغه زیاته کړې چې پر پوله د یوه ګډ بازار جوړول به د دواړو هېوادونو د وګړو او سوداګریزو ټولنو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر کړي. په ورته وخت کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي وړاندیز کړی چې تاجکستان ته لږ تر لږه د لسو افغان سوداګرو د یوه پلاوي لومړنی سفر برابر شي، څو په هغه هېواد کې سوداګریز او پانګیز فرصتونه وڅېړي.
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
تاجکستان غواړي له افغانستان سره پر پوله ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي
Sources
External sources
تاجکستان غواړي له افغانستان سره پر پوله ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي