Summary: د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ریاست او صداقت خیریه بنسټ په همکارۍ، اړمنو ماشومانو ته د سترګو ۱۵۰ او د ختنې ۱۲۰ عملیات په وړیا توګه ترسره شوي دي. د تخار د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دې پروګرام کې ۱۵۰ ماشومانو ته د سترګو د پردې عملیات ترسره شوي او ۱۲۰ ماشومانو ته د ختنې خدمتونه وړاندې شوي دي.د تخار د عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میرصدام دغه اقدام د اړمنو کورنیو د روغتیايي ستونزو د حل په برخه کې مهم ګام بللی دی.نوموړي زیاته کړې، چې د بېوزلو او اړمنو هېوادوالو درملنه او لاسنیوی یو مهم انساني او اسلامي مسوولیت دی.یاد ریاست د اړمنو ناروغانو د درملنې په برخه کې د صداقت خیریه بنسټ له بشردوستانه همکاریو مننه کړې ده.
اطلاعات کوتاه
مکانتخار
موضوعHealth
منابع1
بهروزرسانی2026-10-25 07:42:51
خط زمانی
-
Bakhtar
تخار کې اړمنو ماشومانو ته د سترګو ۱۵۰ وړیا عملیات ترسره شول