Summary: د تخار ولایت ځایي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د بنګي ولسوالۍ لپاره نوې اداري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ولایت د والي ویاند محمد عارف عارف باختر آژانس ته ویلي، چې دغه ودانۍ په یوه پوړ کې د پنځو میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي ډول جوړه شوې، چې ۱۰ اداري خونې، د غونډو تالار او نورې اړینې اسانتیاوې لري.د نوموړي په وینا، د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دغې ولسوالۍ کارکوونکو ته مناسب کاري چاپېریال برابر او شته ستونزې به یې هوارې شي.د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو لپاره ورته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
لنډ معلومات
ځایتخار
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-11-10 11:52:20
مهالوېش
-
Bakhtar
تخار کې د بنګي ولسوالۍ لپاره نوې اداري ودانۍ جوړه شوه