Englishافغانستانامنیتهرات

ترکمنستان: د ۲۰۲۷ کال په پیل کي به هرات ته ګاز ورسيږي — Dw

DevelopingSecurityهرات1 SourcesUpdated: 2026-11-26 13:21:58🎙 Listen to radio

د ترکمنستان چارواکي وايي چي د ټاپي پروژې هغه برخه چي تر هرات پوري غځېږي، د روان کال تر پایه به بشپړه سي. د افغانستان هرات ولایت ته به د ۲۰۲۷ کال له لومړیو څخه د ګازو لېږد پیل سي. رویټرز خبري آژانس د ترکمنستان د چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چي د هرات اړونده برخه به د روان کال تر پایه فعاله سي. دا برخه کېدای سي د ټاپي پروژې لومړنی عملي پړاو وي؛ هغه پروژه چې له څو لسیزو راهیسي له امنیتي، سیاسي او مالي خنډونو سره مخ وه. د افغانستان د رسنیو د راپورونو له مخي، د هرات د برخي کار د شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت روان دی. دا پروژه د ټاپي د لوی پلان یوه برخه ده چي په کال کي د ۳۳ میلیارده متره مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري. دا اندازه له هغو ۵۰۰ میلیونو مترو مکعب ګاز څخه ډېره زیاته ده چي افغانستان به یې په لومړي پړاو کي هر کال له ترکمنستان څخه اخلي. که پروژه بشپړه سي، د نللیکي د ظرفیت ډېره برخه به پاکستان او هند ته د ګازو د صادرولو له پاره وکارول سي. پاکستان او هند په ګډه هر کال شاوخوا ۴۵ تر ۵۰ میلیارده متره مکعب ګاز واردوي چي ډېره برخه یې د مایع طبیعي ګاز (LNG) په بڼه وي. خو د انرژۍ د…

Quick facts

Locationهرات
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-26 13:21:58

Timeline

  1. Dw

    ترکمنستان: د ۲۰۲۷ کال په پیل کي به هرات ته ګاز ورسيږي

Sources

External sources

DwPS
2026-11-26 13:15:13

ترکمنستان: د ۲۰۲۷ کال په پیل کي به هرات ته ګاز ورسيږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button