د بلوچستان د کوټې ډویژن کمېشنر ذېشان لاشاري ویلي، لاهم شاوخوا ۲۳زره افغان کډوال په دغه ښار کې ژوند کوي او د افغان کډوالو د اېستلو بهیر دوام لري. د هغه په وینا، تر دې دمه له بلوچستان نه شاوخوا ۸۰۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، محمد سعید په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره ایران ته تللی و؛ خو اوس د هغه زرګونو افغانانو له ډلې دی، چې د ایران د اقتصادي ستونزو له امله بېرته افغانستان ته ستون شوی. هغه رویټرز ته ویلي، د ایران د اسعارو ارزښت دومره ټیټ شوی چې د دوی سپما شوې شتمني یې زیانمنه کړې ده.راپور کاږي، ایران د لسیزو لپاره افغانانو ته د بېوزلۍ او جګړو څخه د تېښتې مهم ځای و؛ خو اوس د دغه هېواد اقتصادي وضعیت دومره کړکېچن شوی، چې ګڼ افغانان بېرته ستنېدو ته اړ شوي دي.رویټرز د هرات او فراه ولایتونو په سرحدي سیمو کې له بېرته ستنېدونکو افغانانو سره خبرې کړې دي. ګڼو دغه ستنو شویو کډوالو ویلي، چې له څو میاشتو راهیسې وزګاره وو او د لوړ انفلاسیون له امله یې نور د ژوند توان نه درلود.د راپور له مخې، له امریکا او اسراییل سره د ایران د کړکېچ، بندیزونو او اقتصادي فشارونو له امله د مصرفي توکو بیې نږدې ۹۰ سلنه لوړې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
تر پراخې ستنېدنې وروسته؛ ځایي چارواکي وایي لاهم شاوخوا ۲۳زره افغانان په کوټه کې پاتې دي
سرچینې
Afghan sources
تر پراخې ستنېدنې وروسته؛ ځایي چارواکي وایي لاهم شاوخوا ۲۳زره افغانان په کوټه کې پاتې دي