کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د اسرائیل په پلازمېنه تلابیب ښار کې زرګونو کسانو د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د حکومت پر ضد لاریون ترسره کړی؛ دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیل د عمومي ټاکنو ترسره کېدو ته یوازې درې ورځې پاتې دي. د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه لاریون پرون (شنبه) د اکټوبر شورا له خوا ترسره شوی دی. د راپور له مخې، د اسرائیل د پوځ د پخواني لوی درستیز ګادي ایزنکوت په ګډون د حکومت د څلورو لویو مخالفو ګوندونو مشرانو په دغه لاریون کې ګډون درلود او ایزنکوت ته د لاریونوالو له خوا تود هرکلی وویل شو. دغه لاریون په داسې حال کې ترسره شوی چې د نظرپوښتنو خپرولو د بندیز له پیلېدو مخکې خپرو شوو سروېګانو ښودله چې د راتلونکو ټاکنو پر مهال به د دواړو اصلي سیالو ډلو هیڅ یوه د پارلمان اکثریت څوکۍ ترلاسه نه کړي. د اسرائیل د «کان» عامه شبکې د یوې نظرپوښتنې له مخې، د دغه هېواد د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو څخه به ۵۲ د ایزنکوت ډلې او ۵۰ د نتانیاهو ډلې ته ورسېږي او پاتې څوکۍ به خپلواکو ګوندونه ترلاسه کړي. د فرانسې خبري اژانس یوه خبریال راپور ورکړی چې زرګونو لاریونوالو د رابین له مرکزي میدان څخه د «یرغمل شوو کسانو» پر لور لاریون وکړ. ۶۸ کلنې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
تلابیب کې زرګونو کسانو د نتانیاهو د حکومت پر ضد لاریون کړی