د ایران د پارلمان د اقتصادي کمېسیون غړي وایي، افغانستان د ایران د غیرنفتي صادراتو دویم ستر بازار دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ حجم له درې میلیاردو ډالرو اوړي. نوموړي ویلي، افغان سوداګرو په ایران کې پانګونه زیاته کړې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د شانګهای همکارۍ سازمان پلان لري چې د «خبرو اترو شریک» او «څارونکو» هېوادونو اوسنۍ څوکۍ د «شانګهای همکارۍ سازمان شریک» مقام کې سره یوځای کړي. لاوروف خبریالانو ته وویل: «موږ په بریالیتوب سره کار کړی دی. دا د شانګهای همکارۍ سازمان د هغې سرمشریزې د چمتووالي یوه برخه ده چې د روان کال په مني کې به په بشکیک کې جوړه شي». لاوروف وايي، د سازمان د سرمشریزې لپاره د چمتو شویو مسودو اسنادو کې د نویو ننګونو او ګواښونو د مخنیوي لپاره د یوه نړیوال مرکز جوړول او همدارنګه له نشهيي توکو سره د مبارزې لپاره د یوه مرکز رامنځته کول شامل دي. لاوروف زیاته کړه، چې اوس مهال د شانګهای همکارۍ سازمان لس غړي هېوادونه، ۱۵ د خبرو اترو شریک هېوادونه او دوه څارونکي هېوادونه لري. د روسیې د تاس اژانس د رپوټ له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: «دغه ۱۷ هېوادونه به د شریکانو په توګه ونومول شي، هیله لرم چې دوی به پرې اعتراض ونه کړي». شانګهای همکارۍ سازمان…
Quick facts
Timeline
-
AF International
ایراني چارواکی: افغانستان د ایران د غیرنفتي صادراتو دویم ستر بازار دی
Sources
Afghan sources
ایراني چارواکی: افغانستان د ایران د غیرنفتي صادراتو دویم ستر بازار دی