KabulSportsافغانستانپښتو

راشد خان په شل‌اوریزو نړۍوالو لوبو کې د ۲۰۰ ویکټو په اخیستو ريکارډ… — Pajhwok

روان خبرSportsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-30 04:57:08🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي ورو توپ‌اچوونکي راشد خان د زیمبابوې پر وړاندې په دویمه شل‌اوریزه نړۍواله لوبه کې خپله ۲۰۰مه ویکټه واخیسته او په دې سره په شل‌اوریزو نړۍوالو لوبو کې لومړنی توپ‌اچوونکی شو چې دغه شمېر ویکټې پوره کوي. د کرکټ نړۍوالې شورا (ICC) د راپور له مخې، راشد خان دغه تاریخي ریکارډ د پنجشنبې په ورځ د زیمبابوې پر وړاندې د افغانستان د لوبې پر مهال، د سیالې لوبډلې د توپ‌وهنې په نهم اور کې د تادیواناشه ماروماني په سوځولو سره ثبت کړ. راشد خان په ۱۲۰مه شل‌اوریزه نړۍواله لوبه کې ۲۰۰ ویکټو ته ورسېد. د کرکټ نړۍوالې شورا د شمېرو له مخې، د انګليستان عادل رشید په ۱۷۱ ویکټو سره په دغه نوملړ کې دویم ځای لري. د یادونې ده، افغانستان د زیمبابوې پر وړاندې په دې لوبه کې د ۱۹ منډو په توپیر بریا خپله کړه او د درېیو لوبو د لړۍ دوه پر صفر مخکښ شو. په دې لوبه کې د افغانستان پیاوړي توپوهونکي عظمت‌الله عمرزي په ۵۰ توپونو ۱۱۶ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. عمرزي او اعجاز احمدزي د شپږمې ویکټې لپاره ۱۴۲ منډې ملګرتیا وکړه او افغانستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۱ منډې جوړې کړې. زیمبابوې د هدف په تعقیب کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۲…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-10-30 04:57:08

مهالوېش

  1. Pajhwok

    راشد خان په شل‌اوریزو نړۍوالو لوبو کې د ۲۰۰ ویکټو په اخیستو ريکارډ جوړ کړ

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-30 09:22:04

راشد خان په شل‌اوریزو نړۍوالو لوبو کې د ۲۰۰ ویکټو په اخیستو ريکارډ جوړ کړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button