Summary: د کورنيو چارو وزارت، د سرحدي ځواکونو لوی ریاست د منسوبینو له لوري د تېرې یوې اوونۍ په بهير کې د نشهيي توکو د کشف او د لسګونو تنو د نيولو خبر ورکړی دی. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د سرحدي ځواکونو لوی ریاست منسوبینو د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د کشفي عملیاتو په پایله کې د کندهار په نړیوال هوايي ډګر کې درې زره او ۱۱۰ کیلوګرامه ومان بوټي چې د نشهيي توکو په پروسس کې کارول کیږي؛ کشف او ضبط کړي دي. په همدې موده کې د کابل نړیوال هوايي ډګر او د اسلامقلعه او سپینبولدک په کمېساریو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۴۵ تنه نیول شوي چې له ډلې یې اته تنه د جعل او تزویر، ۳۲ تنه ایستل شوي (ډیپورټ شوي) کسان او پنځه تنه د نورو جرمونو په تړاو نیول شوي دي." هېره دې نه وي چې د اسلامکلا په کمېسارۍ کې د ۹۴۰ میلیونه ایراني تومان د قاچاق مخه هم نیول شوې او یادې پیسې د اصولو له مخې اړوندې مرجع ته سپارل شوې دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
تېره اوونۍ؛ سرحدي ځواکونو نشه یي توکي کشف او په تړاو یې لسګونه تنه نیولي دي
Sources
Afghan sources
تېره اوونۍ؛ سرحدي ځواکونو نشه یي توکي کشف او په تړاو یې لسګونه تنه نیولي دي