Summary: د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وايي چې د دغه وزارت محتسبینو، د تېرې يوې اوونۍ په بهیر کې د هېواد په کچه؛ د مېرمنو حقونو اړوند لسګونه بېلابېلې قضیې حل کړې دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ په یادو قضیو کې ۴۶ د کورني تاوتریخوالي، ۱۵ د ميراث، ۹ د غيرشرعي نکاح ګانو، ۴ د ولور، ۱۰ د نفقې ورکړې، ۶ مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینې برابرولو او ۸ د طلاق قضیې شاملې وې چې رسېدنه ورته شوې ده. دغه راز په غزني، بغلان، تخار، پروان، دايکنډي او بلخ ولایتونو کې ۱۳ کوډګر يې نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.محتسبینو همدا رنګه، په هېواد کې د سالم اقتصادي نظام د جوړولو، نرخونو د کنټرول، تاریخ تېر او بې کیفیته توکو د لمنځه وړلو او سود، احتکار او په ترازو کې د خیانت د مخنیوي لپاره؛ له سوداګرو او هټۍوالو سره ۲۳۴ اصلاحي ناستې ترسره کړې دي.د ياد وزارت محتسبينو، د امارتي ځايونو، ديني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځيو، مساجدو او د روغتونونو له مسئولینو سره د ناوړه دودونو د مخنيوي، عامه ذهنیت د سمون، له اسلامي نظام سره د همکارۍ او چارو د همغږۍ په موخه ۲۰۰۰ ناستې هم ترسره کړې دي.هېره دې نه وي چې محتسبینو په یاده موده کې د یووالي د لا پیاوړتیا او د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي په موخه؛ د هېواد په کچه ۱۶ لویې قومي دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړې او ۴۸ وړې شخړې یې حل کړې دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
تېره اوونۍ د هېواد په کچه د مېرمنو حقونو اړوند لسګونه قضیې حل شوې دي
منابع
Afghan sources
تېره اوونۍ د هېواد په کچه د مېرمنو حقونو اړوند لسګونه قضیې حل شوې دي