افغانستانامنیتبلخدری

تېره اوونۍ د هېواد په کچه د مېرمنو حقونو اړوند ۱۲۵ قضیې حل… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-18 15:53:01🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وايي چې د دغه وزارت محتسبینو، د تېرې يوې اوونۍ په بهیر کې د هېواد په کچه؛ د مېرمنو حقونو اړوند ۱۲۵ بېلابېلې قضیې حل کړې دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ په یادو قضیو کې ۴۸ د کورني تاوتریخوالي، ۲۴ د ميراث، ۹ د غيرشرعي نکاح ګانو، ۱۱ د ولور، ۱۶ د نفقې ورکړې، ۱۰ مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینې برابرولو او ۷ د طلاق قضیې شاملې وې چې رسېدنه ورته شوې ده. دغه راز په غزني، بغلان، تخار، پروان، دايکنډي او بلخ ولایتونو کې ۱۰ کوډګر يې نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي. محتسبینو همدا رنګه، په هېواد کې د سالم اقتصادي نظام د جوړولو، نرخونو د کنټرول، تاریخ تېر او بې کیفیته توکو د لمنځه وړلو او سود، احتکار او په ترازو کې د خیانت د مخنیوي لپاره؛ له سوداګرو او هټۍوالو سره ۲۶۵ اصلاحي ناستې ترسره کړې دي. د ياد وزارت محتسبينو، د امارتي ځايونو، ديني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځيو، مساجدو او د روغتونونو له مسئولینو سره د ناوړه دودونو د مخنيوي، عامه ذهنیت د سمون، له اسلامي نظام سره د همکارۍ او چارو د همغږۍ په موخه، څه باندې ۱۰۰۰ اصلاحي ناستې هم ترسره کړې دي. هېره دې نه وي چې محتسبینو په یاده موده کې د یووالي د لا پیاوړتیا او د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي په موخه؛ د هېواد په کچه ۱۱ لویې قومي دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړې او ۶۶ وړې شخړې یې حل کړې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-18 15:53:01

خط زمانی

  1. Bakhtar

    تېره اوونۍ د هېواد په کچه د مېرمنو حقونو اړوند ۱۲۵ قضیې حل شوې دي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-18 09:17:22

تېره اوونۍ د هېواد په کچه د مېرمنو حقونو اړوند ۱۲۵ قضیې حل شوې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button