Summary: د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وايي چې د دغه وزارت محتسبینو، د تېرې يوې اوونۍ په بهیر کې د هېواد په کچه؛ د مېرمنو ۱۰۲ بېلابېلې قضیې حل کړې دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ په یادو قضیو کې ۵۴ د کورني تاوتریخوالي، ۱۱ د ميراث، ۹ د غيرشرعي نکاح ګانو، ۹ د ولور، ۱۰ د نفقې ورکړې، ۶ مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینې برابرولو او ۳ د طلاق قضیې شاملې وې چې رسېدنه ورته شوې ده. دغه راز په کابل، پروان، بلخ، سرپل او غزني ولایتونو کې ۱۱ کوډګر يې نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي. محتسبینو همدا رنګه، په هېواد کې د سالم اقتصادي نظام د جوړولو، نرخونو د کنټرول، تاریخ تېر او بې کیفیته توکو د لمنځه وړلو او سود، احتکار او په ترازو کې د خیانت د مخنیوي لپاره؛ له سوداګرو او هټۍوالو سره ۲۱۳ اصلاحي ناستې ترسره کړې دي. هېره دې نه وي چې محتسبینو په یاده موده کې د یووالي د لا پیاوړتیا او د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي په موخه؛ د هېواد په کچه ۷ لویې قومي دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړې او ۳۴ وړې شخړې یې حل کړې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
تېره اوونۍ د هېواد په کچه د مېرمنو څه باندې ۱۰۰ قضیې حل شوې دي
سرچینې
Afghan sources
تېره اوونۍ د هېواد په کچه د مېرمنو څه باندې ۱۰۰ قضیې حل شوې دي