کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۵): د ټولګټو وزارت وايي، په وږي میاشت کې د هېواد د رېلپټليو له لارې ټولټال ۷۹۰ زره او ۷۴۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس نن (شنبه) پر خپله ایېکسپاڼه خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې له دې ډلې ۵۲۵ زره او ۶۶۸ ټنه توکي د حیرتان بندر، ۶۴ زره او ۵۵۵ ټنه د اقینې بندر، ۵۸ زره او ۹۲۴ ټنه د تورغونډۍ بندر او ۱۴۱ زره او ۵۹۴ ټنه د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي. هغه زیاته کړې چې په وږي میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلیو له لارې ۳ زره او ۷۴۴ ټنه ګاز لرونکي مشروبات، ممیز او معدني ډبرې صادر شوي دي. نوموړي ویلي، د اوسپنې پټلیو له لارې د انتقالاتو زیاتوالی کولای شي د کاري فرصتونو او ملي عوایدو زیاتېدو زمینه برابره کړي او د هېواد له اقتصادي ودې او ځانبسياینې سره مرسته وکړي. حقشناس زیاته کړې چې اسلامي امارت د انتقالاتو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
تېره مياشت د افغانستان رېلپټليو له لارې څه باندې ۷۹۰ زره ټنه انتقالات شوي
Sources
Afghan sources
تېره مياشت د افغانستان رېلپټليو له لارې څه باندې ۷۹۰ زره ټنه انتقالات شوي