د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د تېرې چنګاښ میاشتې په لړ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶زره او ۳۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه وزارت په وینا؛ یاد انتقالات د حیرتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرنونو له لارې شوي دي. د جمهوري نظام د ملي اردو د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې ویلي، چې خپل وسلهوال فعالیتونه یې له کندهاره پیل کړي او په یوې ویډیو کې ادعا کړې، چې د زمري پر ۸مه یې د کندهار- سپین بولدک ترمنځ د لارې په اوږدو کې پر طالبانو برید کړی دی. د یادو فعالیتونو په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات په یوه ۹ دقیقهيي ویډیويي پیغام کې چې د یکشنبې په سهار وختي (د زمري ۱۱مه) خپره شوې په ۲۰۰۱ کال کې له افغانستان څخه د ملاتړ له امله له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو مننه کړې او یو ځل بیا یې ترې د «سیاسي» ملاتړ د غوښتنې په ترڅ کې ویلي: «موږ ستاسو سرتېري نهغواړو، موږ د خپل هېواد لپاره له تاسو څخه مرکزونه نهغواړو، موږ د طالبانو پر وړاندې د جګړې وس لرو، خو موږ په دې پړاو د تاسو سیاسي ملاتړ غواړو». هغه څرګنده کړې: «موږ يوازې د طالبانو پر وړاندې نه، بلکې د القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او نورو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
تېره میاشت؛ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۷۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي
منابع
Afghan sources
تېره میاشت؛ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۷۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي