Healthافغانستانپښتو

تېره میاشت؛ د درملو او روغتیايي محصولاتو څه باندې درې زره نمونې د… — Bakhtar

روان خبرHealth1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-01 17:23:46🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت وايي چې د دغه وزارت له لوري د تېرې يوې مياشتې په بهير کې؛ د درملو او روغتیايي محصولاتو څه باندې درې زره نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوې دي. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ریاست د ۱۴۰۵ لمريز کال په سنبلې میاشت کې؛ په ټوليزه توګه ۳۴۶۴ نمونې چې ۳۳۱۸ د درملو، ۱۱۶ د خوړو او ۳۰ د اوبو نمونې وې؛ راټولې کړې او تر لابراتواري ازموینو لاندې يې نیولې دي. له ازمویل شویو نمونو څخه ۳۱۴۴ مثبتې او ۱۰۹ نمونې منفي تثبیت شوې، ۴۲ نمونې بېرته مستردې او ۱۶۹ د درملو نمونې د بیا اروزنې لپاره ثبت شوې دي." د یادونې وړ ده چې په همدې موده د يادو لابراتواري خدمتونو له لارې؛ درې میلیونه ۸۷۴ زره ۴۱۸ افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

لنډ معلومات

موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-01 17:23:46

مهالوېش

  1. Bakhtar

    تېره میاشت؛ د درملو او روغتیايي محصولاتو څه باندې درې زره نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوې دي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-01 13:40:59

تېره میاشت؛ د درملو او روغتیايي محصولاتو څه باندې درې زره نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button