Summary: د ټولګټو وزارت وايي چې د روان ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې له پیل څخه تر پای پورې، د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹۷ زره ۴۸۲ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. باختر اطلاعاتي اژانس ته د ټولګټو وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۳۸ زره ۸۸۹ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۵ زره ۷۲۲ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۷ زره ۸ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۵ زره ۸۶۳ ټنه چې ټولټال ۷۹۴ زره ۹۶۵ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په دې موده کې ۲۵۱۷ ټنه تجارتي مالونه صادر شوي دي.یاد وزارت وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې اسانتياوې برابرې کړي.د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي په میاشت کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې یو میلیونه ۳۸۲۱ مټریک ټنه انتقالات شوي چې له دې جملې څخه ۴۲۴۶ مټریک ټنه یې صادرات وو.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
تېره میاشت د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا ۸۰۰ زره ټنه انتقالات شوي دي
Sources
Afghan sources
تېره میاشت د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا ۸۰۰ زره ټنه انتقالات شوي دي