DiplomacyKabulافغانستانپښتو

تېره میاشت کابل کې د سرغړونو له امله د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه… — Pajhwok

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-06-30 13:31:16🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي چې د غبرګولي میاشتې په اوږدو کې یې په کابل کې د معاملاتو لارښوونې له ۶۳ دفترونو نظارت ترسره کړی چې له ډلې یې د ناقانونه فعالیت او سرغړونو له امله ۱۹ دفترونه تړل شوي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه‌لیکونکو چارو ریاست، نظارتي پلاوي د معاملاتو لارښوونې نورو متصدیانو ته توصیه کړې چې خپلې کاري نیمګړتیاوې اصلاح کړي او له هر ډول ناقانونه فعالیتونو ډډه وکړي. سرچینه کاږي، دغه‌راز یاد ریاست د همدې مودې په اوږدو کې ۱۳۷ غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه وېشلي او د فعالیت ۷۱ نور جوازونه یې تمدید کړي دي. سرچینه زیاتوي، همدارنګه د تېرې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۲۰۸ متصدیانو ته د معاملاتو د وساطت د اصولو او د معاملاتو د ترسره کولو د څرنګوالي په اړه روزنیزې برنامې جوړې شوې او اړینې زده‌کړې ورکړل شوې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-06-30 13:31:16

مهالوېش

  1. Pajhwok

    تېره میاشت کابل کې د سرغړونو له امله د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه تړل شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-06-30 09:36:49

تېره میاشت کابل کې د سرغړونو له امله د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه تړل شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button