د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ جمعه ۲۶۲ کډوالې کورنۍ چې ټول ۱۱۶۲ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستانه کړل شوي دي. اسدالله، چې ۳۵ کاله یې په چکوال کې د کډوالۍ ژوند کړی او اوس له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستون شوی او په ننګرهار کې مېشت دی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دوی په چکوال کې پنځه هټۍ او نور کاروبارونه لرل. هغه وویل، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له چټکېدو وروسته دوی نږدې یو کال مخکې افغانستان ته کډه وکړه. د نوموړي په وینا، خپلې ځینې هټۍ یې په نیمه بیه وپلورلې، خو د یوه ورور یوه هټۍ یې پاتې شوه چې وروسته وتړل شوه او نن په بولۍ کې وړاندې شوه. اسدالله زیاته کړه چې د چکوال ډېری افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي وو او په پاکستان کې ورته ویل شوي وو چې له افغانستان څخه به د سوداګریزو ویزو له لارې بېرته ستانه شي او خپل کاروبارونه به بیا پیل کړي. د هغه په وینا، ځینو کډوالو پر همدې ژمنه خپلې ځینې هټۍ او نور کاروبارونه ځايي خلکو ته وسپارل، خو کله چې افغانستان ته ستانه شول، د بېرته تګ لپاره یې د ویزو غوښتنلیکونه ورکړل، خو هېڅ یوه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر زرو ډیر کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه شوي
سرچینې
Afghan sources
تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر زرو ډیر کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه شوي