کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰۴ کورنۍ چې ۴۴۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغهراز، ۴۳ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۴۱ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۲۸ کورنۍ چې ۱۳۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۲۵ کورنۍ چې ۱۱۲ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې ۸۶ زره او ۹۷۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۲۹ کورنیو سره په ټولیز ډول ۲۳۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د کندهار د سپینبولدک له لارې هم ۱۱ کورنۍ چې ۵۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۱۰ کورنۍ چې ۴۵ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې ۹۹ زره او ۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په سپینبولدک کې له ۱۱…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰۴ کورنۍ راستنې شوې دي