HealthKabulافغانستانپښتو

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۳۷ کورنۍ راستنې شوې دي — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-13 06:10:19🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۳۷ کورنۍ چې ۶۱۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۹۷ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۳۲ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۸۵ کورنۍ چې ۴۰۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۸۰ کورنۍ چې ۴۲۴ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې ۳۲۳ زره او ۴۷۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۱۱۹ کورنیو سره په ټولیز ډول ۹۷۶ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم اووه کورنۍ چې ۳۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۸ کورنۍ چې ۳۷ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې ۵۹ زره او ۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي….

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-13 06:10:19

مهالوېش

  1. Pajhwok

    تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۳۷ کورنۍ راستنې شوې دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-13 10:38:08

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۳۷ کورنۍ راستنې شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button