EnglishHealthKabulافغانستان

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۶۳ کورنۍ راستنې شوې دي — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-04 05:52:10🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ ۳۶۳ کورنۍ چې ۱۹۵۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ ۳۱۸ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې، ۱۱۶۳ کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې او له ۳۵۵ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت نن پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون او د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې د تېرې ورځې ورځنی راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۲۹۱ کورنۍ چې ۱۶۰۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۲۵۸ کورنۍ چې ۱۴۵۴کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې څه باندې ۹۴۴ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۲۹۷ کورنیو سره په ټولیز ډول دوه میلیون او ۴۰۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۴۲ کورنۍ چې ۲۴۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۲۷ کورنۍ چې ۱۵۶ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-04 05:52:10

Timeline

  1. Pajhwok

    تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۶۳ کورنۍ راستنې شوې دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-04 10:22:00

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۶۳ کورنۍ راستنې شوې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button