EnglishHealthKabulافغانستان

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۴۴ کورنۍ راستنې شوې دي — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-03 06:52:03🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۴۴ کورنۍ چې ۲۲۵۹ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۲۴۴ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۳۵۳ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۳۸۵ کورنۍ چې ۲۰۱۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۱۹۸ کورنۍ چې ۱۰۹۱ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې ۸۱۹ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۳۲۲ کورنیو سره په ټولیز ډول دوه میلیون او ۵۶۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۱۶ کورنۍ چې ۸۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۱۵ کورنۍ چې ۸۷ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره ۱۶۱ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-03 06:52:03

Timeline

  1. Pajhwok

    تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۴۴ کورنۍ راستنې شوې دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-03 11:19:37

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۴۴ کورنۍ راستنې شوې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button