EnglishHealthKabulافغانستان

تېره ورځ هېواد ته له ایران او پاکستان څخه ۴۳۱ کورنۍ راستنې شوې… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-27 05:17:09🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي چې تېره ورځ ۴۳۱ کورنۍ – چې ۲۱۹۹ کسان کېږي – هېواد ته راستنې شوې؛ ۲۳۲ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۳۰۸ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې ورځنی راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۳۳۷ کورنۍ چې ۱۷۶۹ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخمه ۱۵۵ کورنۍ چې ۸۰۲ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره څه باندې ۶۷۶ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۲۵۲ کورنیو سره په ټولیز ډول دوه میلیون او ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۳۹ کورنۍ چې ۲۱۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۲۸ کورنۍ چې ۱۴۸ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره څه باندې ۳۶۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-07-27 05:17:09

Timeline

  1. Pajhwok

    تېره ورځ هېواد ته له ایران او پاکستان څخه ۴۳۱ کورنۍ راستنې شوې دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-27 09:46:07

تېره ورځ هېواد ته له ایران او پاکستان څخه ۴۳۱ کورنۍ راستنې شوې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button