کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي چې تېره ورځ ۴۵۷ کورنۍ، چې ۲۵۴۶ کسان کېږي هېواد ته راستنې شوې؛ ۳۷۸ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۴۲۸ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۳۶۴ کورنۍ چې ۲۰۴۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۲۹۸ کورنۍ چې ۱۵۸۶کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې یو میلیون او ۱۴۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۳۷۱ کورنیو سره په ټولیز ډول درې میلیون او ۸۸ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې راستنو شوو ته روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د رايور له مخې، د کندهار د سپینبولدک بندر له لارې هم ۴۸ کورنۍ چې ۲۷۲کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. سرچینه زیاتوي چې له دې ډلې ۳۳ کورنۍ چې ۱۸۸کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره ۴۵۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. په…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
تېره ورځ هېواد ته ۴۵۷ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي