د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر بلور ویلي، چې په دغه ایالت کې د ټولو دیني مدرسو د فعالیتونو او نصاب په اړه اروزنه پیلوي. نوموړې ویلي، دا اقدام د مدرسو د نصاب، د هغوی د اړیکو او تړاو په موخه ترسره کېږي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر خونړیو نښتو وروسته، تېر کال په اکټوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې وتړل شوي. د سوداګرو د اټکل لهمخې، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ بندښت له امله په تېر یوه کال کې سوداګرۍ ته ۲،۵ میلیارده ډالر زیان اوښتی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو لهمخې، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ بندښت له امله د پاکستان د درمل جوړولو صنعت سخت اغېزمن شوی، ځکه افغانستان یې د درملو تر ټولو لوی بازار دی. د پېښور په حیات اباد کې د درملو یوې فابریکې مسوولان، چې لا هم پکې تولید دوام لري، د لارو تړل کېدو له امله اړ دې چې د خپلو تولیداتو پلور او لېږد له سره و ارزوي. د دغې فاریکې ۷۰ سلنه بسته بندي شوي درمل د افغانستان او منځنۍ اسیا د بازارونو لپاره ځانګړي شوي وو، خو د فابریکې مسول جنید الطاف ویلي چې د لارو تړل کېدو له امله سخت زیانمن شوي دي. الطاف زیاته کړې:« کله چې لار وتړل شوه، موږ لا له مخکې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
ثمر بلور: د خیبر پښتونخوا د دیني مدرسو د فعالیتونو په اړه ارزونه پیلوو
منابع
Afghan sources
ثمر بلور: د خیبر پښتونخوا د دیني مدرسو د فعالیتونو په اړه ارزونه پیلوو