KabulPoliticsافغانستاندری

جاپان کې بې‌‌مخينې باران؛ څلور کسان مړه او زرګونه مسافر ناريتا هوايي ډګر… — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-14 05:07:04🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د جاپان په چیبا ولایت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي، یو کس ورک دی او شاوخوا ۷۰۰۰ مسافر د ناریتا نړۍوال هوايي ډګر کې بند پاتې دي. رویټرز راپور ورکړی چې د توکیو ګاونډي چیبا ولایت کې سختو بارانونو سړکونه او د اورګاډي پټلۍ له اوبو ډکې کړې، د زرګونو کورونو برېښنا یې پرې کړې او د ترانسپورټ په سیستم کې یې پراخ اختلال رامنځته کړی دی. د راپور له مخې، د چیبا ولایت په ځینو سیمو کې په ۲۴ ساعتونو کې له ۳۶۰ میلی‌متره څخه ډېر باران ورېدلی او له امله یې یو شمېر لویې لارې هم تړل شوې دي. چارواکي وايي، تر اوسه د څلورو کسانو مړینه تایید شوې او یو بل کس ورک دی. د جاپان پوځ هم د زیانمنو کسانو د مرستې او ژغورنې عملیاتو لپاره سیمې ته استول شوی دی. رویټرز زیاته کړې چې د ناریتا نړۍوال هوايي ډګر شاوخوا د ترانسپورټي خدمتونو اختلال د دې لامل شوی چې شاوخوا ۷۰۰۰ مسافر په هوايي ډګر کې بند پاتې شي. د جاپان هوايي شرکت هم ویلي چې د ځینو الوتنو د ځنډ احتمال شته، خو تر اوسه د الوتنو د لغوه کېدو تمه نه کېږي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-14 05:07:04

خط زمانی

  1. Pajhwok

    جاپان کې بې‌‌مخينې باران؛ څلور کسان مړه او زرګونه مسافر ناريتا هوايي ډګر کې بند پاتې دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-14 09:34:11

جاپان کې بې‌‌مخينې باران؛ څلور کسان مړه او زرګونه مسافر ناريتا هوايي ډګر کې بند پاتې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button