د جرمني رسنیو د راپور له مخې، د ایستلو بهیر یوازې هغو کسانو ته نه محدودېږي چې په جرم محکوم شوي دي، بلکې یو شمېر افغان وګړي چې د کوم جرم له امله محکوم شوي هم نه دي، د ایستلو له بهیر سره مخ شوي دي. د جرمني حکومت همدارنګه ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر پایه د ۳۳۷ افغان وګړو د ایستلو په اړه وروستي حکمونه صادر شوي دي. له دغو کسانو څخه ۱۷۲ تنه د سپټمبر تر پایه لا هم په آلمان کې اوسېدل او تر هغه وخته د هغوی د ایستلو حکمونه نه وو عملي شوي.
لنډ معلومات
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-11-29 01:55:13
مهالوېش
-
Parstoday
جرمني په روان کال کې ۲۱۹ افغان وګړي له خپلې خاورې ایستلي دي
سرچینې
External sources
ParstodayPS
2026-11-29 01:48:18
جرمني په روان کال کې ۲۱۹ افغان وګړي له خپلې خاورې ایستلي دي