Kabulافغانستانامنیتدری

جرمني ۳۰ تنه افغان پناه غوښتونکي کابل ته ستانه کړل | آمو ټلویزیون — Amu TV

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-26 00:22:30🎙 رادیو را بشنوید

د جرمني حکومت ۳۰ تنه افغان وګړي په یوه ځانګړې الوتنه کې د لایپزیګ له هوایي ډګره په زور کابل ته ستانه کړي دي. دا د افغان پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو په اړه د برلین د تګلارې له بدلون وروسته د افغانانو دویمه ډله‌يیزه اېستنه (اخراج) ده. د نړیوالو اړیکو شنونکي نثار احمد شېرزي په دې اړه امو ته وویل: «له جرمني څخه د کډوالو اېستل د تعاملاتو یوه برخه ده، چې هڅه کوي د کډوالو له لارې له طالبانو سره اسخباراتي اړیکې وساتي، نه ډیپلوماتیکې اړیکې.» یوې جرمنۍ رسنۍ راپور ورکړی چې دا اقدام د جرمني او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اوبو کې ترسره کېږي، چې پر بنسټ یې په میاشت کې کابل ته د پناه غوښتونکو د اېستلو لږ تر لږه درې ځانګړې الوتنې ممکنې شوې دي. د بشري حقونو فعالې ژولیا پارسي وویل: «که دا کسان وایستل شي، کیدای شي ووژل شي، زنداني شي او کورنۍ یې له جدي خطر سره مخ شي؛ موږ د جرمني له حکومته غواړو چې پر دې پرېکړه بیا کتنه وکړي.» په جرمني کې د کډوالو د حقونو فعال صبور زماني وویل: «د جرمني حکومت د طالبانو تروریستان جرمني ته راولي او هغه پناه غوښتونکي چې د طالبانو له وېرې تښتېدلي، بېرته افغانستان ته لېږي؛ شرم دی پر دې حکومت چې د تروریستانو ملګری دی.» جرمني په وروستیو میاشتو کې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-26 00:22:30

خط زمانی

  1. Amu TV

    جرمني ۳۰ تنه افغان پناه غوښتونکي کابل ته ستانه کړل | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-25 14:06:38

جرمني ۳۰ تنه افغان پناه غوښتونکي کابل ته ستانه کړل | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button