د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې په یوه ولسي غونډه کې یو وار بیا د پاکستان پر حکومت او استخباراتو نیوکې کړې دي. نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان دې د افغانانو صبر او حوصله نه ازمايي. ایرج کاکاوند دوشنبه (د تلې ۱۳مه) په هرات کې د ایران له قونسل عليرضا مرهمتي سره په لیدنه کې ویلي، ایران چمتو دی چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله تجربه او پوهه له افغانستان سره شریکه کړي. د هغه په وینا، افغانستان ته د ایراني پلاوي د تېر سفر پرمهال په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالب پولیسو د روزنې لپاره طرحې جوړې شوې وې؛ خو جګړهییزو شرایطو د دغه پروګرامونو د عملي کېدو مخه ونیوله. د ایران د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو قوماندان وویل، که شرایط برابر شي تهران چمتو دی چې د افغانستان د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د روزنې پروګرام عملي کړي. کاکاوند همداراز وویل، د نړۍوالو سازمانونو د ورکړل شویو معلوماتو له مخې شاوخوا یو کال وړاندې د افغانستان په زېرمتونونو کې د نشهيي توکو د پام وړ زېرمې موجودې وې. هغه ټینګار وکړ، د ایران د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
ملا نورالله نوري: پاکستان دې د افغانانو له حوصلې او صبر ناوړه ګټه نهاخلي
منابع
Afghan sources
ملا نورالله نوري: پاکستان دې د افغانانو له حوصلې او صبر ناوړه ګټه نهاخلي