Englishافغانستانامنیتغور

مایکروسافټ کې نړیواله تخنیکي ستونزه څه وه؟ – BBC News پښتو — Bbc

DevelopingSecurityغور1 SourcesUpdated: 2026-11-13 23:09:39🎙 Listen to radio

د مایکروسافټ یوې لویې نړیوالې تخنیکي ستونزې د دغه شرکت ګڼ خدمتونه له ستونزو سره مخ کړي او ځینې خدمتونه یې په بشپړه توګه له کاره غورځولي دي. په اغېزمنو خدمتونو کې برېښنالیکونه او د مصنوعي ځیرکتیا محصولات هم دي. مایکروسافټ ویلي، چې دا ستونزه د سایبري امنیتي برید له امله نه ده رامنځته شوې، خو د ستونزې د حل لپاره یې تر اوسه هڅې تر ډېره نه دي بریالۍ شوې. دلته هغه معلومات راټول شوي، چې د اغېزمنو خدمتونو او د رامنځته شوې ستونزې په اړه تر اوسه معلوم شوي دي. د مایکروسافټ ۳۶۵ (Microsoft 365) خدمتونه، چې ټیمز (Teams)، اوټ‌لوک (Outlook) او د دغه شرکت د مصنوعي ځیرکتیا سافټویر کوپایلټ (Copilot) هم پکې شامل دي، د "اړیکو او نښلېدو له ستونزو" سره مخ شوي دي. پېرودونکي د دغو خدمتونو د لاسرسي په برخه کې د بېلابېلو کچو ستونزې راپوروي. ډېری کاروونکي نه دي توانېدلي چې برېښنالیکونه ولېږي یا ترلاسه کړي، ځینې فایلونه وګوري او یا هم د کلیزې په اپلېکېشنونو کې خپل معلوماتو ته لاسرسی ومومي. خو ځینې کاروونکي بیا توانېدلي چې له ټیمز کار واخلي او د پیغامونو لېږلو او انلاین غونډو د ترسره کولو خدمتونه یې له کومې ستونزې پرته کارولي دي. د مایکروسافټ د وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، له ۴۳۰ میلیونو ډېر کسان د دغه شرکت د مایکروسافټ ۳۶۵ اپلېکېشنونه کاروي. د دې تخنیکي…

Quick facts

Locationغور
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-13 23:09:39

Timeline

  1. Bbc

    مایکروسافټ کې نړیواله تخنیکي ستونزه څه وه؟ – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-11-13 16:28:28

مایکروسافټ کې نړیواله تخنیکي ستونزه څه وه؟ – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button