Politicsافغانستاندری

جلال‌اباد ښاروالۍ د ښار پاکولو لپاره ډله‌ییز «اشر» ترسره کړ

در حال تکمیلPolitics1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-11 08:15:07🎙 رادیو را بشنوید

د جلال‌اباد ښاروالۍ له لوري د «زموږ ښار، زموږ کور» تر شعار لاندې د ښار پاکولو ډله‌ییز «اشر» ترسره شو. د ښاروالۍ د سکتوري او تخنیکي چارو رئیس، انجنیر وحیدالله مخلص، د دغه اشر د پیل په مراسمو کې چې د ښار په اوومه ناحیه کې ترسره شول، وویل چې د دې ډله‌ییز کار موخه یوازې د ښار پاکول نه دي، بلکې د ښاري فرهنګ پیاوړتیا، په خپله خوښه د ډله‌ییزو کارونو ترسره کول او د ښاریانو د عامه پوهاوي د کچې لوړول هم دي. نوموړي له جلال‌اباد ښار له اوسېدونکو او پلورنکو وغوښتل چې له ښاروالۍ سره خپله همکاري زیاته کړي او په راتلونکي کې په خپله خوښه د ورته ډله‌ییزو کارونو له لارې خپل نږدې چاپېریال او ښار پاک وساتي.

اطلاعات کوتاه

موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-11 08:15:07

خط زمانی

  1. Parstoday

    جلال‌اباد ښاروالۍ د ښار پاکولو لپاره ډله‌ییز «اشر» ترسره کړ

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-11 08:10:00

جلال‌اباد ښاروالۍ د ښار پاکولو لپاره ډله‌ییز «اشر» ترسره کړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button