Politicsافغانستانپښتو

جلال‌اباد کې د پاکو اوبو کمښت؛ د اوبو رسولو نوې شبکه جوړېږي

روان خبرPolitics1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-17 12:07:47🎙 راډیو واورئ

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي لا هم د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي، خو چارواکي وایي، د دې ستونزې د حل لپاره یې د اوبو رسولو د یوې سترې شبکې د جوړولو چارې پیل کړې دي. د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او فاضله اوبو شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلام رحمن کاظم وایي، دغه شبکه د جلال‌اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د ۲۴ کیلومترو په اوږدوالي جوړېږي، چې ۲۱ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي. د چارواکو په وینا، له دې شبکې به شاوخوا ۱۷۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو له اسانتیا برخمنې شي او د جوړېدو پر مهال به نږدې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي. د ختیځ زون د اوبو رسولو ریاست وایي، د جلال‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کې هم د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو د یوې بلې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي. چارواکي وایي، د اقلیمي بدلونونو له امله په هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو کچه هم راټیټه شوې، چې په ګڼو سیمو کې یې د څښاک پاکو اوبو پر زیرمو منفي اغېز کړی دی.

لنډ معلومات

موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-17 12:07:47

مهالوېش

  1. Parstoday

    جلال‌اباد کې د پاکو اوبو کمښت؛ د اوبو رسولو نوې شبکه جوړېږي

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-08-17 12:00:14

جلال‌اباد کې د پاکو اوبو کمښت؛ د اوبو رسولو نوې شبکه جوړېږي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button