د طالبانو ناراضي قوماندان جمعهخان فاتح په یوه غږیز پیغام کې د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین فطرت ته ویلي چې دوی د طالبانو له نظام سره مخالفت نه لري، بلکې ستونزه یې د طالبانو له هغې قطعې سره ده چې د بدخشان درواز او کوز او بر یفتل ولسوالیو ته تللې ده. د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۲۲مه، په خپل راپور کې ویلي چې په هېواد کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت لا پسې خراب شوی او د دوی په وینا، افغانستان د اطلاعاتو په «زندان» بدل شوی دی. د دغه مرکز د موندنو له مخې، د خبریالانو نیول، د رسنیو تړل او د رسنیزو محدودیتونو د نه مراعاتولو په تور خبریالانو او رسنیو ته ګواښونه، په تېر یوه کال کې د رسنیو د ازادۍ د نقض تر ټولو مهم موارد وو. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په تېر یوه کال کې یې د ۱۵خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیول کېدو موارد ثبت کړي دي. دغه مرکز وايي، لږ تر لږه ۲۹رسنۍ او رسنیزې ادارې یا تړل شوې او یا یې د طالبانو د رسنیزو سیاستونو د نه رعایت له امله د فعالیت جوازونه لغوه شوي دي. د راپور له مخې، لږ تر لږه پنځه رسنۍ د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف ادارو د غوښتنو او لارښوونو د نه…
Quick facts
Timeline
-
AF International
جمعهخان فاتح: «له نظام سره ستونزه نه لرو، زموږ مخالفت له رالېږل شوې قطعې سره دی»
Sources
Afghan sources
جمعهخان فاتح: «له نظام سره ستونزه نه لرو، زموږ مخالفت له رالېږل شوې قطعې سره دی»