Newsافغانستاندریفاریاب

جوزجان او فاریاب کې د زمري ۲۴مې ورځې د نمانځنې په موخه مراسم… — Bakhtar

در حال تکمیلNewsفاریاب1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-15 11:14:24🎙 رادیو را بشنوید

Summary: په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د زمري ۲۴مې د نمانځنې په مناسبت شانداره مراسم پیل شول، چې پکې سیمه‌ییزو مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی دی. د دغې ویاړمنې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډونوالو د زمري ۲۴مې او له امریکايي اشغال څخه د افغانستان د ازادۍ پر ارزښت خبرې وکړې او یاده ورځ یې د هېواد په معاصر تاریخ کې له مهمو ورځو څخه وبلله.ګډونوالو په خپلو څرګندونو کې د هېواد د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره د افغان ولس قربانیو ته په اشارې، د یووالي، ثبات او اسلامي ارزښتونو پر ساتنې ټینګار وکړ.دوی همدارنګه وویل، چې د زمري ۲۴مه د افغان ولس لپاره د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او د اشغال پر وړاندې د مبارزې د بریا له مهمو تاریخي ورځو څخه ده.د یادونې وړ ده، چې د زمري ۲۴مې ورځې په مناسبت د هېواد په مرکز او ولایتونو کې خلک راټولېږي او د هغو افغانانو یاد تازه کېږي، چې د هېواد د خپلواکۍ او ملي حاکمیت لپاره یې قربانۍ ورکړې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانفاریاب
موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-15 11:14:24

خط زمانی

  1. Bakhtar

    جوزجان او فاریاب کې د زمري ۲۴مې ورځې د نمانځنې په موخه مراسم پیل شول

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-15 06:23:18

جوزجان او فاریاب کې د زمري ۲۴مې ورځې د نمانځنې په موخه مراسم پیل شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button