EnglishNewsافغانستانجوزجان

جوزجان کې د خبریالانو د ظرفیت لوړولو یو ورځنی سیمینار جوړ شو — Bakhtar

DevelopingNewsجوزجان1 SourcesUpdated: 2026-09-17 03:47:04🎙 Listen to radio

Summary: د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معینیت له لوري د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړولو یو ورځنی سیمینار جوړ شو. په دغه سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مولوي مهاجر فراهی، د جوزجان سیمه‌ییزو مسوولینو، خبریالانو، د رسنیو کارکوونکو او ځوانانو ګډون کړی و. په جوړو شویو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهي وویل، چې رسنۍ د عامه پوهاوي او د معلوماتو د لېږد په برخه کې مهم رول لري او خبریالان باید په رېښتیني ډول په دقت، مسوولیت‌پالنې او مسلکي اصولو سره خلکو ته ورسوي. هغه زیاته کړه، چې رسنۍ باید د لاسته راوړنو ترڅنګ د خلکو ستونزې هم په بې‌طرفه او رښتینې توګه له مسوولینو سره شریکې کړي او د ادارو ویاندویان باید د رسنیو اړتیا وړ معلومات پر وخت له هغوی سره شریک کړي. په دې پروګرام کې د رسنیو د مسلکي مسوولیتونو، د فکري او عقیدوي ظرفیت لوړولو، ریښتیا، د رسنیو په چارو کې د اسلامي ارزښتونو رعایت، د ځوانانو د رول او د رسنیو او مسوولینو ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې وشوې. ویناوالو د خبریالانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د دوام، د رسنیو د ستونزو د حل او د ټولنیزو شبکو د ښې کارونې پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

Quick facts

Locationجوزجان
TopicNews
Sources1
Updated2026-09-17 03:47:04

Timeline

  1. Bakhtar

    جوزجان کې د خبریالانو د ظرفیت لوړولو یو ورځنی سیمینار جوړ شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-16 17:10:12

جوزجان کې د خبریالانو د ظرفیت لوړولو یو ورځنی سیمینار جوړ شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button